د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش پلاوي د فراه ولایت د علماوو شورا له غړو سره وکتل
د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۱۲مه نېټه د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست پنځه کسیز پلاوي د سترې محکمې د قضائي معاونیت د محترم مقام په هدایت فراه ولایت ته د سفر پر مهال د یاد ولایت د علماوو شورا له رئیس او غړو سره وکتل.
په دې ناسته کې چې د علماوو شورا د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د محاکمو د چارو د لا بهبود په موخه تفیصلي بحث وشو.
د غونډې په پای کې د علماوو شورا رئیس د جنوب غرب زون د تفتیش عمومي ریاست د قضائي پلټونکو له ورتګ او همغږۍ خوښي څرګنده کړه.