د هلمند ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس د دغه ولایت له مرکزي محبس څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۱:۳۶
د هلمند ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس د دغه ولایت له مرکزي محبس څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله ) د ځانګړي هدایت په اساس او د شریعت مقدس د اصولو د تعمیل په موجب نن دوشنبه(۱۴۴۴/۱۱/۲هـ ق نېټه) د هلمند ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي محمد نبي (حماس) او ورسره ګډ هیئت، د مرافعه محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس، د دېوان جزا عضو محرر، د تحریراتو عمومي امر او اجرائیه مدیر، د هلمند ولایت له مرکزي محبس، د ښځینه محبس او د اطفالو ( دارالتأدیب ) څخه لیدنه وکړه .

په یاده لیدنه کې د حقوقي او جزائي بندیانو مجموعه، چي (۲۱۳ ) تنه نارینه، ښځینه او اطفالو شامل وه، د هر یوه څخه په جلا/جلا توګه پوښتنې وشوې او ټولې ستونزې یې واورېدل شوې.

یاد ګډ هیئت هغه حقوقي او جزائي بندیان، چي بې سرنویشته معلومېدل او یا یې د موضوعاتو په حل او فصل کي ځنډ راغلی وو لیست شوه، د ستونزو د حل او د ځنډ د لامل د څرګندولو لپاره یې موضوعات خپل اړوند مراجعو سره شریک کړه.

د عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله ) د قضائي هیئت لپاره د جوړ شوي طرز العمل سره سم به هغه بندیان چې بې سرنویشته دي خوشي شي.

او یاده پروسه به د ګډ پلاوي په همکارۍ په ټولو ولسوالیو، ابتدائیه محاکمو او مربوطه محبسونو کې جریان ولري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۲۷
Background image

جلسۀ رؤسای دواوین محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز دایر گردید

 تحت ریاست محترم مولوی محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز؛ با اشتراک رؤسای دواوین محکمۀ مرافعه و آمر ثبت اسناد و وثایق، به تاریخ ۱۰ /۱۱ /۱۴۴۷ ه‍ـ ق پیرامون بررسی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۲۴
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت تخار از زندان آن ولایت بازدید کرد

محترم مولوی نورمحمد (نوری)، رئیس محکمۀ مرافعه ولایت تخار، به تاریخ ۱۲/۱۱/۱۴۴۷هـ ق از آمریت عمومی تنظیم امور زندان‌های آن ولایت بازدید نمود.
موصوف در جریان این بازدید، دربارهٔ زندانیان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۲۱
Background image

محاکم ولايت پنجشیر طی يک ماه علاوه بر رسيده گی به (۶۳) دوسیه، به تعداد (۶۶) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى و ابتدائیۀ ولسوالى‌های ولایت پنجشیر طی یک ماه (از ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) علاوه بر رسيده گی به (۶۳) دوسیه، به تعداد (۶۶) قطعه وثایق را. . .

بازگشت به اخبار