د میدان وردګ ولایت استیناف محکمه کې د قضائي او اداري مسؤولینو ترمنځ غونډه ترسره شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۹:۴۸
د میدان وردګ ولایت استیناف محکمه کې د قضائي او اداري مسؤولینو ترمنځ غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۱۶مه نېټه د میدان وردګ ولایت استیناف محکمې په ریاست کې د یادې محکمې د رئیس محترم مولوي عبدالکریم«حقاني» په مشرۍ د همغږۍ، له یو بل سره د همکارۍ او د کارونو د چټکتیا په موخه اداري غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، پر استیناف محکمې سربېره د ښاري ابتدائیه محکمې ټولو قضائي او اداري مسؤولینو ګډون درلود.

په پیل کې د استیناف محکمې رئیس مولوي عبدالکریم«حقاني» د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، ورپسې یې د موضوع اړوند هر اړخیزه وینا وکړه او دغه ډول غونډې یې د ستونزو د حل په برخه کې مهمې وبللې.

همدارنګه غونډې ته ګډونوالو په نوبت خپل نظریات وړاندې کړل، د همغږۍ موجودیت یې د ستونزو د حل یواځنۍ لار وبلله او ټینګار یې وکړ چې هره اداره باید د همغږۍ خپلمنځي ناستې ولري، ترڅو مسؤولین خپلې ستونزې له یو بل سره شریکې او حللارې ورته پیداکړي.

د استیناف محکمې رئیس وویل، دا چې محکمه د حقونو د لاسته راوړلو یواځنۍ مرجع ده، نو له مراجعینو سره دې قانوني او اصولي چلند وشي.

مسؤولین باید خپل مسؤولیت په واقعي توګه درک کړي، مسؤولیت ته د نه پاملرنې فرهنګ باید له منځه ولاړ شي، له هر څه سره باید سطحي چلند ونه شي، تر هغو چې ستونزه نه وي حل شوې باید په اړه یې څېړنه وشي، د اړتیا په صورت کې دې د موضوع د لا روښانتیا په موخه یو پلاوی جوړ او له اړوند ساحې دې لیدنه وکړي، په دې ډول سره به حق په پوره معنا خپل څښتن ته رسېدلی وي.

هغه زیاته کړه، ابتدائیه محاکمو ته دې د امکان ترحده د اجراآتو نواقص او نیمګړتیاوې ور په ګوته شي او په دا ډول غونډو کې دې ورته د ګډون کولو موقع ورکړل شي.

د استیناف محکمې رئیس څرګنده کړه چې هر کار د یوې موخې او هدف ترلاسه کېدو لپاره ترسره کیږي او هدف ته د رسېدو لپاره یې د پلان شتون اړین وباله.

 یاده غونډه د دعاءپه ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۶
Background image

حکم جزای تعزیری بالای يک مجرم در ولايت فاریاب تطبيق شد

به اساس فيصلهٔ محکمهٔ ابتدائیهٔ شيرین تګاب ولايت فاریاب بالای یک تن به جرم ادعای نیابت امام مهدی و تخریب نظام امارت اسلامی؛ امروز چهارشنبه مؤرخ ۲۸/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق در محضر عام حکم جزای. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

جلسۀ هماهنگی میان مسؤولین محاکم مرافعه، ابتدائیۀ شهری و قوماندانی امنیۀ ولایت جوزجان برگزار گردید

 تحت ریاست محترم مولوی عبدالغنی (سعید) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت جوزجان؛ رئیس محکمۀ ابتدائیۀ شهری، رؤسای دواوین مرافعه و محکمۀ ابتدائیۀ شهری، با اشتراک مدیر عمومی تحقیقات جنائی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۱:۲۹
Background image

جلسۀ اداری میان مسؤولین محکمۀ مرافعه و ابتدائیۀ شهری ولایت سمنگان دایر گردید

تحت ریاست محترم مولوی محی‌الدین (عمری) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت سمنگان؛ با اشتراک مولوی عبدالرؤف (زهیر) رئيس محکمۀ ابتدائیۀ شهری، رؤسا، اعضای قضائی و اداری دواوین چهارگانۀ محکمۀ. . .

بازگشت به اخبار