د سترې محکمې د قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور
د سترې محکمې قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې عمده فعالیتونه په لاندې ډول دي:
1. د افغانستان اسلامي امارت له بېلابېلو ادارو څخه په مجموع کې (۶۲۵) مکتوبونه د هدایت غوښتنې لپاره قضائي معاونیت ته راغلي، چې د قضائي معاون صاحب له هدایت وروسته اړوند مراجعو ته استول شوي دي.
2. د قضائي معاون صاحب د هدایت پر اساس د مختلفو موضوعاتو په هکله (۵۳۲) مکتوبونه غوښتونکو مراجعو ته صادر شوي دي.
3. (۱۹۵) تعزیراتي دوسیې د قضائي معاون صاحب تر تائید یا تعدیل وروسته اړوند مراجعو ته لېږل شوې دي.
4. (۲۳۵۹) عریضې د حقوقي او قضائي غوښتنو لپاره راغلي، چې د قضائي معاون صاحب له هدایت وروسته پرې احکام صادر او اړوند اصحاب دعوی یا مراجعو ته سپارل شوې او (۶۷۹) عریضې مستردې شوې دي.
