د کابل ولایت د نشهیي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا (۲۲) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د کابل ولایت د نشهیي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۲۲) مجرمینو ته د نشهیي تابلیتو (ذیکپ، تابلیت کا)، شيشې، هيروينو، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو، نن سه شنبه (۱۵/ ۸ / ۱۴۴۷) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له اوو میاشتو څخه تر درېيو کالو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمینو تطبيق شوه.
