په ميدان وردګ ولايت کې درېيو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د ميدان وردګ ولايت ښاري ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون درېيو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۷/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې يو مجرم پر يو کال، دويم مجرم پر څلور میاشتې او درېيم مجرم پر (۱۲) کاله تنفيذي بند او له ۳۰ څخه تر ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو، چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د ابتدائیه محکمې مسؤولينو په اسلامي نظام کې د حدودو او تعزیراتو پر اهميت ویناوې وکړې او ورپسې پر مجرمينو د تعزیري سزا حکم تطبيق شو.
