په روزګان ولایت کې د نظامي محکمې په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه
د روزګان ولایت د نظامي محکمې څانګې د مسؤولینو په ډېرو هڅو ددغه ولایت په چوري ولسوالۍ کې؛ په ۱۴۴۷/۴/۲۷هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
په یاده موضوع کې يو ملکي کس په نظامي کس باندې د خپلې ښځې د قتل دعوه کړې وه؛ چې یاده موضوع نظامي محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په پوره غور او دقت وڅېړل شوه.
ورپسې دواړه طرفه سولې ته وهڅول شول، د قومي مشرانو او مصلحينو په منځګړيتوب قاتل لخوا مقتول ته د يوې اندازه پيسو په ورکړې سره یاده موضوع د سولې له لارې حل او رسماً پای ته ورسېده.
