په لغمان ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د لغمان ولايت قرغهيي ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د غلا په تور؛ په ۲۸/ ۱۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې ياد متهمين پر يوـ یو کال تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمینو تطبيق شوه.