په پکتیا ولایت کې دوو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر لواطت تورن وو، په ۵/۱۱/۱۴۴۶هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې پر یادو متهمینو د یوـ یو کال تنفیذي بند او ۳۳ــ۳۳ دُرو تعزیري سزا پرېکړه کړې وه.
یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائید وروسته د ابتدائیه محکمې قضائي غړو، د یادې ولسوالۍ مسؤولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او عامو هېوادوالو په حضور کې پر تورنو کسانو تطبیق شوه.