د سترې محکمې د اداري مرستیال په مشرۍ یوه لوړ رتبه پلاوي پکتيکا ولایت ته رسمي سفر وکړ

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۴:۵۷
د سترې محکمې د اداري مرستیال په مشرۍ یوه لوړ رتبه پلاوي پکتيکا ولایت ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د اداري مرستیال محترم شیخ سخاءالله (سعید) صاحب په مشرۍ یوه لوړ رتبه پلاوي، چې د استخدام او سوانحو رئیس محترم مفتي عبدالوارث (سعید) او د سترې محکمې اطلاعاتو ته د لاسرسي او پراختیايي بودیجې عمومي مدیرانو یې غړیتوب درلود؛  د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۲۶مه نېټه، د ولایتي محاکمو د چارو د ارزونې او د هغوی د اړتیاوو د تشخیص په موخه پکتيکا ولایت ته رسمي سفر وکړ.
د سترې محکمې اداري مرستیال محترم شیخ سخاءالله  (سعید) صاحب او ورسره مل پلاوي د یاد سفر پر مهال د پکتيکا ولایت د مرافعه محکمې په تالار کې د دې محکمې له رئیس محترم  مفتي محمود (سيد) او قضائي غړو، د ښاري ابتدائیه او ولسوالیو ابتدائیه محاکمو له مسئولینو سره ناسته وکړه.
غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د سترې محکمې اداري مرستیال ګډونوالو ته هر اړخیزه او ارزښتناکه وینا وکړه وویل، د سترې محکمې د رهبرۍ د لارښوونې او اړتیا له مخې یې مناسبه وګڼله، څو پکتيکا ولایت ته سفر وکړي او د یاد ولایت د محاکمو قضائي او اداري مسئولینو ستونزې، مشکلات او وړاندیزونه له نږدې واوري.
شیخ صاحب زیاته کړه، هغه موضوعات، چې د پلاوي په واک او صلاحیت کې وي، په همدې ځای کې به ورته رسېدنه وشي او هغه موضوعات، چې د سترې محکمې د محترم عالي مقام اړوند وي، له یاد مقام سره به شریک شي، څو د حل او فصل په اړه یې لازم اقدامات ترسره شي.
نوموړي د خپلې وینا په دوام کې څرګنده کړه، چې د قربانیو اصلي موخه د اسلامي نظام، چې بنسټ یې محاکم دي، رامنځته کېدل و؛ اسلامي نظام هغه مهال خپل حقیقي مفهوم موندلای شي، چې محاکم خپلې پرېکړې د قرآنکریم او د رسول الله (صلی‌الله علیه وسلم) د سنتو په رڼا کې صادرې کړي؛ که خدای مه کړه محاکم خپلې پرېکړې د قرآنکریم او نبوي سنتو په رڼا کې صادرې نه کړي؛ نو دغه نظام ته اسلامي نظام نه شو ویلای.
شیخ صاحب د پکتيکا ولایت د محاکمو مسئولینو او منسوبنیو ته تر تفصیلي او ارزښتناکې وینا وروسته لاندې هدایات وکړل:
1-    موږ او تاسې بايد د خپلو نيتونو اصلاح وکړو؛  ځکه چې نبي کریم (صلی‌الله‌عليه‌وسلام)  فرمايي، چې ټول کارونه په نیت پورې اړه لري؛  همدا راز  نبي (عليه‌السلام) فرمايي، چې قاضيان په درې ډوله دي: يو يې جنتي او دوه يې دوزخيان دي؛ هغه قاضي جنتي دی، چې هم عالم وي او هم فيصلې په حقه کوي، هغه قاضيان، چې علم لري؛ خو فيصلې په ناحقه کوي یا چې علم نه لري او فیصلې په جهالت کوي، دوزخیان دي؛ نو زموږ هدایت د ټولو محاکمو قضائي غړو ته دادی، چې تاسو بايد خپلې فيصلې د اسلامي شريعت په رڼا کې په حق سره وکړئ؛ ترڅو د نبي (عليه السلام) په پورتني حديث کې، چې د قاضي د جنتي کېدو په هکله يې فرمايلي دی شامل شئ.
2-    د ټولو محاکمو مسئولین او منسوبین بايد خپل اجراآت د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) د فرامينو، د سترې محکمې محترم عالي مقام د هداياتو، اصولو او متحدالمآلونو مطابق ترسره کړي؛ که په يوه موضوع کې هدايت نه وو، په هغه کې د سترې محکمې له محترم عالي مقام څخه هدايت وغواړئ۰
3-    الحمدلله تاسو ټول علماء کرام ياست او درته معلومه ده، چې نبي (عليه السلام) فرمايي: څوک چې په ذالحاجة باندې دروازې وتړي الله به پرې د خپل رحمت دروازې وتړي؛ نو په دې اساس کله چې مراجعين درته راځي ښه چلند ورسره کوئ او دروازې مو د هغوی پر مخ مه تړئ.
4-    د عریضې او شکایت د ترلاسه کېدو په صورت کې دې د مرافعه محکمې عمومي رئیس ماتحت محاکمو ته د ارجاع پر مهال د «اصولي اجراآتو» پر ځای د عارض ستونزې ته د مستقیمې رسېدنې حکم وکړي.
5-    ټول قضائي او اداري منسوبین دې دندو ته په ټاکلي وخت حاضر او خپلې دندې دې په پوره اخلاص، صداقت او امانتدارۍ ترسره کړي.
6-    د محاکمو قضائي او اداري منسوبین خپل کاري مسئولیتونه او چارې د صلاح او مشورې، متقابل تفاهم او بشپړې همغږۍ له مخې ترسره کړي او له هغو کړنو به ځانونه ساتئ، چې د محکمې د بدنامۍ او د قضیې د جانبینو د ناهیلۍ او زړه ماتوالي لامل ګرځي.
په دې سربېره د سترې محکمې اداري مرستیال او د یاد پلاوي مشر د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې رئيس ته هدايت وکړ، چې د ښاري او ولسواليو ابتدائيه محاکمو له قضائي غړو سره وخت پر وخت د همغږۍ ناستې جوړوي او  د خپلو ماتحت ټولو محاکمو او قضائي غړو له حال څخه به ځان خبروي، هغه کسانو ته چې ظرفیت لوړونې ته اړتیا لري، روزنیز سيمينارونه ورکړئ او که دلته يې د سيمينار زمينه نه برابرېدله، د سترې محکمې محترم عالي مقام ته یې معرفي کړئ.
دغه راز له یادې ناستې وروسته د سترې محکمې مؤظف پلاوي د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو او ولسواليو  ابتدائیه محاکمو له رئيسانو سره  په جلا جلا  توګه وليدل او  د هغوی  ستونزې او اړتیاوې یې واورېدلې او ډاډ یې ورکړ.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۱۴
Background image

محترم مفتی عبیدالله (خالد) به حیث رئيس جدید محکمه مرافعه ولايت غزنی معرفی شد

محترم مفتی عبیدالله (خالد) رئیس جدید محکمه مرافعه ولایت غزنی؛ به تاريخ ۲۷/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق به اعضای قضائی و کارمندان اداری محاکم ولايت غزنی معرفی و رسمًا کارش را آغار نمود.
جلسه معرفی که با. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۰
Background image

هیئت عالی‌رتبه تحت رهبری معاون اداری ستره محکمه به ولایت پکتیکا سفر رسمی نمود

هیئت عالی‌رتبه تحت ریاست محترم شیخ سخاءالله (سعید) صاحب معاون اداری ستره محکمه، که محترم مفتی عبدالوارث (سعید) رئیس استخدام و سوانح و مدیران عمومی دسترسی به اطلاعات و بودجۀ انکشافی ستره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

محاکم ولایت سمنگان طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۱۷۷) دوسیه، به تعداد (۱۰۱) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، ابتدائیه شهری و ابتدائیه ولسوالی‌های ولایت سمنګان طی دو هفته (از ۱۲ /۵ /۱۴۴۸هـ ق الی ۲۴ /۵ /۱۴۴۸هـ ق) علاوه بر رسیدگی به (۱۷۷) دوسیه، به تعداد (۱۰۱) قطعه وثایق را نیز اجرا. . .

بازگشت به اخبار