د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محاکمو د اتم زون مسئولینو ترمنځ اداري غونډه وشوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۵۰
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محاکمو د اتم زون مسئولینو ترمنځ اداري غونډه وشوه

د کابل ولایت د ښاري ابتدائیه محاکمو د اتم زون د عمومي رئیس محترم شیخ محمد حسن (عدیل) په مشرۍ؛ په ۶/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د قضائي او اداري چارو د لا ښه‌والي او همغږۍ د تقویې په موخه اداري غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د یاد زون د ټولو دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، د تحریراتو آمر او اړوندو اداري کارکوونکو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د اتم زون عمومي رئیس ګډونوالو ته خپله اصلاحي او ارزښتناکه وینا وکړه وویل، د مراجعینو موضوعات او مشکلات په پوره اخلاص، ایماندارۍ او ټاکلي وخت حل کوئ.
دغه راز د اتم زون عمومي رئیس محترم شیخ محمد حسن (عدیل) د ناستې حاضرینو ته ټینګار وکړ، چې د تل په څېر ور سپارل شوې دندې او مسئولیتونه د شرعي احکامو او محاکمو د اصولو په رڼا کې ترسره کړي. 
د غونډې په جریان کې، د محکمې د ټولو منسوبینو ترمنځ د کارونو په لا ښه‌والي، د اداري چارو په روڼتیا او په ځانګړي ډول د مراجعینو د قضایاوو او اجراآتو په لا زیاتې چټکتیا باندې هر اړخیز او مفصل بحثونه او د نظرونو تبادله وشوه.
ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د کارونو د چټکتیا لپاره به له هېڅ راز هلو ځلو ډډه نه کوي.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۰:۲۴
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت فاریاب جلسه اداری دایر گردید

تحت رهبری الحاج مفتی عبدالخالق (محمدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت فاریاب؛ با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، آمرین تحریرات، حقوق و ثبت اسناد وثایق و مخزن، به تاریخ 3 /5 /1448هـ ق جلسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۰:۱۲
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت کندز از محکمه ابتدائیه ولسوالی علی آباد آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعه ولایت کندز؛ به تاریخ 9 /5 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه ولسوالی علی آباد و مدیریت حقوق آن بازدید نمود.
در این بازدید اجراآت قضائی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۹
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت جوزجان از آمریت محبس آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی عبدالغنی (سعید) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت جوزجان؛ با همراهی مولوی بدرالدین رئیس دیوان جزای مرافعه و مولوی صدرالدین عضو مفتی آن دیوان، به تاریخ 8 /5 /1448 هـ ق از آمریت. . .

بازگشت به اخبار