د کاپيسا ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د درېيو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۱
د کاپيسا ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د درېيو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي عزیزالرحمن (حقاني)، د مرافعه محکمې جزا دېوان رئیس مولوي سراج الدین (راشد) او د حقوقو آمر مولوي محمد فرویز (انس) په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی الأولی په ۵ مه نېټه د دغه ولایت د  اله‌ساي، تګاب او نجراب ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې هیئت د دغو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو او حقوقو مدیریتونو څخه د لیدنې پر مهال د محاکمو قضائي او اداري چارې وکتلې، د قضائي او اداري چارو د لا ښه‌والي او د خلکو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې په موخه یې اړوند مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
دغه راز د ابتدائیه محاکمو ځینې صادرې شوې فیصلې او قرارونه هم وکتل شول او قاضي صاحبانو ته د کار په شفافیت، د اصولو پر رعایت او دقت باندې ټینګار وشو، تر څو خلک له بې‌ځایه سرګردانۍ څخه خلاص شي.
د مرافعه محکمې رئيس د یادو محاکمو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د مراجعینو ستونزو ته د اصولو په رڼا کې رسېدنه وکړي، خپلو دندو ته ټاکلي وخت حاضر شي او له ټولو امارتي ادارو سره سالمه همغږي ولري.
 نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، اسلامي امارت د بې شمېره شهيدانو د مقدسو وینو محصول او د الله (جل‌جلاله) ستر نعمت او لوی امانت دی، پر موږ او تاسو لازمه ده، چې باید حق یې ادا کړو، د دغه نظام بنسټ او بنیاد عدل او انصاف دی، نو باید موږ او تاسو د خپلو شرعي پرېکړو په اساس عدالت تأمین کړو.
په پای کې د مرافعه محکمې رئيس ټولو قضائي غړو او کارکوونکو ته د همکارۍ او د دوی ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بلخ جلسه اداری دایر گردید

تحت رهبری محترم الحاج شیخ غلام الله (عادل) رئیس محکمه مرافعه ولایت بلخ؛ با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، رئیس تحریرات مرافعه، سرپرست ریاست محکمه ابتدائیه شهری و رؤسای دواوین آن، آمرین ثبت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۹
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایر گردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 8 /5 /1448هـ ق، جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۱
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت دایکندی از محبس مرکزی آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج شیخ سخیداد (ابوالتقی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت دایکندی؛ با همراهی نصرالله (ابراهیمی) آمر تحریرات محکمه مرافعه، به منظور آگاهی از وضعیت محبس مرکزی، تقویت هماهنگی اداری و. . .

بازگشت به اخبار