د کونړ ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس د دغه ولایت له توقیفخونو څخه لیدنه وکړه
د کونړ ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي ظاهرالله (مروان)، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان رئیس مفتي عزت الله (جواد) او د دې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس، مولوي محیب الله (محسن) په ملتیا د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الآخر میاشتې په ۲۵مه نېټه د یاد ولایت له توقیفخونو څخه لیدنه وکړه.
یاده لیدنه د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهاللهتعالی) د ۱ /۲/۱۴۴۸هـ ق نېټې (۲۴۴) ګڼه حکم پر اساس ترسره شوه.
د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي په دغه لیدنو کې د توقیفخونو وضعیت له نږدې وکاته او اړوند مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې له توقیفیانو سره ښه سلوک او مناسبه رویه وکړي او د هغوی د حقونو رعایت ته پاملرنه وکړي.
