د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د فاریاب ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۱۰
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د فاریاب ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ، چې مولوي عبدالحلیم (مظهري) او مولوي شمس الدین (احدي) يې غړيتوب درلود، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربيع الآخر میاشتې په لومړۍ نېټه فاریاب ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړلو په موخه سفر وکړ.
د ليدنې په پیل کې یاد هيئت د مرافعه محکمې له رئيس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د فاریاب ولایت له مرکزي زندان او توقیف‌خونې څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس او توقیف‌خونې اړوند نارینه‌وو، ښځینه‌وو او ماشومانو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او اړتیاوې يې له ځان سره یادداشت او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
هيئت د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت (۱۸) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیريتونو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، د اسنادو، مخزن، وثایقو او حقوقو آمریتونو، اختصاصي او نظامي محاکمو څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
نوموړي هیئت د پلټنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي او اداري چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات یې واخېستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
دغه‌ راز یاد هيئت د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او نېمګړتیاوې له ځان سره یادداشت او په پای کې یې د ستونزو د حل، د خنډونو له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د فاریاب ولایت د مرافعه محکمې له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او اړوند ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.
د پلټنې هيئت د خپل سفر په جریان کې د یاد ولایت له والي او د ولسوالیو له ځينو مسئولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او ځينو اړونده ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
د پلټنې هیئت یاد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربيع الآخر میاشتې په ۲۴مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۳
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت فاریاب جلسه هماهنگی هيئت رؤیت هلال برگزار گردید

تحت رهبری الحاج مفتی عبدالخالق (محمدی) رئیس محکمه مرافعه ولایت فاریاب؛ با اشتراک والی آن ولایت، مولوی محمد صادق (ثاقب) رئیس امربالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، رؤسای معارف، محکمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایر گردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امدادالحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 23 /4 /1448هـ ق، جلسه هفته‌وار  دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت لغمان از محکمه نظامی نورستان غربی و لغمان بازدید نمود

محترم الحاج شیخ سخی الرحمن (فایز) رئیس محکمه مرافعه ولایت لغمان؛ به تاریخ 21 /4 /1448هـ ق از محکمه نظامی نورستان غربی و لغمان بازدید به عمل آورد.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء. . .

بازگشت به اخبار