د کابل ولايت د حقوقو رئيس د فرزې، استالف او قره باغ ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۹
د کابل ولايت د حقوقو رئيس د فرزې، استالف او قره باغ ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

د کابل ولايت د حقوقو رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب)، په (۱۷/۴/۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دغه ولايت د فرزې، استالف او قره‌باغ ولسواليو د حقوقو له مديريتونو څخه ليدنه وکړه.
د کابل د حقوقو رياست رئيس لومړی د هرې ولسوالۍ د حقوقو مديریت له کاري جريان څخه ليدنه وکړه؛ ورپسې اړوند مسئولینو ته ټینګار وکړ، چې له مراجعينو سره نېک چلند کوئ، حقونو ته یې پر وخت رسېدنه کوئ.
په دې سربېره محترم  مفتي نصیب الله (طیب) د یادو ولسوالیو د حقوقو مدیریتونو د مراجعینو ستونزې او موضوعات واورېدل؛ ډاډ یې ورکړ، چې موضوعاتو ته به یې د اصولو مطابق په ټاکلي وخت رسېدنه کېږي.
دغه راز د حقوقو ریاست رئيس د يادو ولسواليو له ولسوالانو او د محاکمو له رئيسانو سره هم د کارونو د ښه‌والي او ښې همکارۍ په پار جلا جلا ناستې وکړې او یادو مسئولینو له خپل اړخه د پوره همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۲۸
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار از محکمه ابتدائیه ولسوالی کلفگان آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار؛ با همراهی مولوی ذبیح الله (برهانی) آمر دعوت و ارشاد و مولوی دوست محمد (سروری) آمر حقوق محکمه مرافعه، به تاریخ 15 /4 /1448هـ ق از. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۱۴
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت سمنگان از محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های خلم، فیروزنخچیر و حضرت سلطان آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی محی الدین (عمری) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت سمنگان؛ با همراهی قاری فیض الله آمر تحریرات، مولوی ولی الله آمر حقوق و مجاهدین، به تاریخ 15 و 16 ربيع الآخر سال 1448 هـ ق از. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۳۷
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت پنجشیر از آمریت تنظیم امور زندان‌های آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی محمد عثمان (عامر) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت پنجشیر؛ با همراهی مولوی صبغت الله (مجددی) رئیس دیوان جزا مرافعه، مولوی عبدالرحمن (حنفی) رئیس دیوان امنیت عامه مرافعه، مولوی. . .

بازگشت به اخبار