د کابل ولایت مرافعه محکمې په ریاست کې د حرفوي او سازمان‌یافته سوالګرو دوسيو ته د رسېدنې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۲۷
د کابل ولایت مرافعه محکمې په ریاست کې د حرفوي او سازمان‌یافته سوالګرو دوسيو ته د رسېدنې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې مرستیال مفتي محمد مبین (الطاف)؛ په خپل کاري دفتر کې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ملکي چارو له مرستیال مولوي عبدالرحمن (قاسمي)، محمد کبیر (ابراهیم‌خېل) او د کابل ولایت د سوالګرو راټولولو د هیئت له مسئول ملا ضیاءالحق حاجي منور سره (د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الآخر میاشتې په ۱۵مه) نېټه وکتل.
په دې لیدنه کې د حرفوي او سازمان‌یافته سوالګرو، له سوالګرۍ څخه د ناوړه استفادې کوونکو او هغو اړمنو او مستحقو کسانو د وضعیت په اړه، چې د ژوند د اړتیاوو له امله سوالګرۍ ته اړ شوي، هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
په پیل کې د کابل ولایت مرافعه محکمې د عمومي ریاست مرستیال راغلو محترمو مسئولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی له حضور څخه مننه وکړه او د سوالګرو د موضوع د منظم مدیریت او د اړوندو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ اړتیا یې څرګنده کړه.
وروسته مولوي عبدالرحمن قاسمي د سوالګرو د موضوع د څېړنې، تنظیم او د بېلابېلو ډلو د تشخیص په برخه کې تفصیلي معلومات وړاندې کړل، نوموړي په ځانګړې توګه د حرفوي او سازمان‌یافته سوالګرو، له سوالګرۍ څخه د استفاده‌ کوونکو کسانو او رښتینو مستحقو او اړمنو سوالګرو ترمنځ د تفکیک، د هغوی د وضعیت د ارزونې او د موضوع د اصولي، قانوني، قضائي او مؤثر مدیریت په اړه خپل وړاندیزونه او لیدلوری شریک کړ.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې مرستیال د اړوندو مسئولینو او همکارو ادارو هڅې او کوښښونه وستایل او څرګنده یې کړه، چې د دې موضوع د سم مدیریت لپاره د قانوني، شرعي، قضائي او ټولنیزو موازینو په پام کې نیول، د اړمنو کسانو د حقونو رعایت او د حرفوي او سازمان‌یافته سوالګرۍ د مخنیوي ترمنځ مناسب توازن رامنځته کول اړین دي.
نوموړي همدارنګه د شریکو شویو وړاندیزونو په اړه د مرافعه محکمې د عمومي ریاست له لوري د هر اړخیزې همکارۍ او لازمې همغږۍ ډاډ ورکړ او وویل، چې د یادې موضوع د ښه تنظیم او د اړوندو قضایاوو د اصولي حل په برخه کې به د قانون په چوکاټ کې لازمه همکاري ترسره کېږي.
په پای کې ګډونوالو د موضوع د لا ښه تعقیب، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د وړاندې شویو وړاندیزونو د عملي کېدو په اړه د ګډو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۳۶
Background image

با تلاش رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا قضیه قتل هفت ساله حل و فصل گردید

با تلاش الحاج مولوی عزیزالرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا؛ با اشتراک شیخ اسدالله (سنا) معاون مقام ولایت، رئیس حج و اوقاف، آمر اقوام، قبایل و سرحدات و تعدادی دیگری از مجاهدین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۲
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان جلسه اداری دایر گردید

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بدخشان؛ با اشتراک قضات دیوان‌های مرافعه، اعضای قضائی، به تاریخ 15 /4 /1448هـ ق جلسه اداری دایر گردید.
جلسه با تلاوت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۱۷
Background image

با تلاش رئیس محکمه ابتدائیه ولسوالی اله‌سای ولایت کاپیسا قضیه قتل حل و فصل گردید

با تلاش محترم مولوی عین الدین رئیس محکمه ابتدائیه ولسوالی اله‌سای؛ با اشتراک مولوی سراج الدین (راشد) رئیس دیوان جزا محکمه مرافعه، مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه ابتدائیه شهری، مولوی. . .

بازگشت به اخبار