د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د نورستان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۱۰
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د نورستان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یو مؤظف پلاوي د محترم مولوي عبدالله (ذکي) په مشرۍ؛ چې مولوي عبدالولي (مصباح) او مولوي مطیع الحق (اصف) يې غړيتوب درلود، د روان ۱۴۴۸ هـ ق کال د ربيع الأول میاشتې په ۲۰مه نېټه نورستان ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
د ليدنې په پیل کې یاد هيئت د مرافعه محکمې له رئيس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د نورستان ولایت له مرکزي زندان او توقیف خونې څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس او توقیف خونې اړوند نارینه‌وو او ښځینه‌وو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او اړتیاوې يې له ځان سره یادداشت او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
هيئت د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت (۹) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیريتونو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، د اسنادو، مخزن، وثایقو او حقوقو آمریتونو څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
نوموړي هیئت د پلټنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هراړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات یې واخېستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
دغه‌ راز یاد هيئت د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او نېمګړتیاوې له ځان سره یادداشت او په پای کې یې د ستونزو د حل، د خنډونو له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د نورستان ولایت د مرافعه محکمې له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او اړوند ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.
د پلټنې هيئت د خپل سفر په جریان کې د یاد ولایت د والي له مرستيال، د ولسوالیو له ولسوالانو او د نورو ارګانونو له مسئولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او ځينو اړونده ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
د پلټنې هیئت یاد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۸ هـ ق کال د ربيع الآخر میاشتې په ۶مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۳۸
Background image

محاکم ولایت دایکندی طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۹۵) دوسیه، به تعداد (۵۳) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولایت دایکندی، دواوین مرافعه، وثایق، ابتدائیۀ شهری و ابتدائیۀ ولسوالی‌ها از تاریخ (۱۶/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق الی ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق) در بخش‌های حقوقی، جزائی و وثایق به شرح. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۰
Background image

محاکم ولايت جوزجان طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۲۹۳) دوسیه، به تعداد (۲۶۰) قطعه وثایق نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت جوزجان، دواوين مرافعه، وثايق، ابتدائیه شهرى، نظامی، اختصاصی و ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ (۱۶/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق الى ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق) در بخش هاى حقوقى، جزائی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۶
Background image

محاکم ولایت بادغيس طی يک ماه علاوه بر رسيدگی به (۸۲۰) دوسیه، به تعداد (۳۱۹) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، ابتدائیه شهرى و ابتدائیه ولسوالى‌های ولایت بادغیس طی یک ماه (از ۱/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق الى ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) علاوه بر رسيدگی به (۸۲۰) دوسیه، به تعداد (۳۱۹) قطعه وثایق را نیز اجرا. . .

بازگشت به اخبار