د ننګرهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۰۷۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۵۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۱۲
د ننګرهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۰۷۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۵۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

 د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۰۷۴) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۵۵۹) وثيقې یې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
 په حقوقي برخه کې: 
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۳۴۶) حقوقي دوسيې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې. 
له دې جملې څخه د (۱۹۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱۱) دوسیې فیصله شوې، (۳۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي. 
په جزائي برخه کې:
 د ننګرهار ولايت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۵۱۰) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې. 
له دې جملې څخه د (۱۱۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۵۷) دوسیې فیصله شوې، (۲۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې: 
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۱۴۹) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
 له دې جملې څخه د (۸۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۹) دوسیې فیصله شوې، (۲۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
 د وثيقو برخه کې: 
د ننګرهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۵۵۹) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۳
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت فاریاب جلسه هماهنگی هيئت رؤیت هلال برگزار گردید

تحت رهبری الحاج مفتی عبدالخالق (محمدی) رئیس محکمه مرافعه ولایت فاریاب؛ با اشتراک والی آن ولایت، مولوی محمد صادق (ثاقب) رئیس امربالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، رؤسای معارف، محکمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایر گردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امدادالحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 23 /4 /1448هـ ق، جلسه هفته‌وار  دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت لغمان از محکمه نظامی نورستان غربی و لغمان بازدید نمود

محترم الحاج شیخ سخی الرحمن (فایز) رئیس محکمه مرافعه ولایت لغمان؛ به تاریخ 21 /4 /1448هـ ق از محکمه نظامی نورستان غربی و لغمان بازدید به عمل آورد.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء. . .

بازگشت به اخبار