د کابل ښاري ابتدائیه محکمې د درېیم او څلورم زونونو لپاره د څه باندې (۶.۵) میلیون افغانۍ په لګښت جلا جلا ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۵۹
د کابل ښاري ابتدائیه محکمې د درېیم او څلورم زونونو لپاره د څه باندې (۶.۵) میلیون افغانۍ په لګښت جلا جلا ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې د عالي مقام په حکم او د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست په هڅو د کابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې درېیم او څلورم زونونو لپاره د کابل ښار ۱۵مې حوزې په «قصبه» سیمه کې د څه باندې (۶.۵) میلیون افغانۍ په لګښت جلا جلا ودانۍ جوړې؛ د قضائي او اداري چارو د ترسره کولو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو زونونو د پرانیستې پر مهال د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم الحاج مولوي کریم الله (زاهد) صاحب وویل، د درېیم او څلورم زونونو لپاره د نویو ودانیو د جوړېدو او دلته د یادو زونونو د انتقال اساسي موخه مراجعینو ته د قضائي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کول، قضائي خدماتو ته د خلکو آسانه لاس‌رسی او د مراجعینو لپاره د مناسب او معیاري چاپېریال رامنځته کول دي.
نوموړي زیاته کړه، په دغه ودانیو کې (۳۴) رسمي کاري خونې، د محکمې د منسوبینو او مراجعینو لپاره یو باب لوی مسجد، د ښځینه او نارینه مراجعینو لپاره د اوداسه جلا جلا ځایونه او لارې، د ښځینه او نارینه مراجعینو لپاره جلا جلا انتظارخونې، ۲۴ساعته برېښنا او نور ټول اړین امکانات برابر شوي دي. 
یادې ودانۍ محکمې ته د کابل ښاریانو د اړوندو سیمو د اوسېدونکو د لاسرسي د اسانتیا په پام کې نیولو سره په جلا ساحه کې جوړې او هڅه شوې، چې مراجعین په کې د خپلو قضائي او اداري چارو د تعقیب پر مهال له مناسب، منظم او اړینو امکاناتو څخه برخمن شي او د محکمې خدماتو ته یې لاسرسی لا آسانه شي.
د ګل محمد (محمدي) په نوم د دغه زونونو یوه مراجعه کوونکي د  سترې محکمې له عالي مقام څخه مننه وکړه، چې د دوی د سهولت په موخه یې یاد زونونه د دوی د استوګنې نږدې سیمې ته انتقال او مراجعینو ته یې په کې هر ډول لازم امکانات، لکه: د مراجعې ځانګړې لار، د انتظار مناسب ځای، د اوداسه ځایونه، مسجد او داسې نور برابر کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ، د کابل ښار ۱۰مې او ۱۵مې ناحیې د اوسېدونکو دوسیې د کابل ښاري ابتدائیه محکمې د درېیم زون او د کابل د ده سبز ولسوالۍ، د کابل ښار د ۱۷مې، ۱۸مې او ۱۹مې ناحیې د اوسېدونکو دوسیې د کابل ښاري ابتدائیه محکمې د څلورم زون اړوند دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۳
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت فاریاب جلسه هماهنگی هيئت رؤیت هلال برگزار گردید

تحت رهبری الحاج مفتی عبدالخالق (محمدی) رئیس محکمه مرافعه ولایت فاریاب؛ با اشتراک والی آن ولایت، مولوی محمد صادق (ثاقب) رئیس امربالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، رؤسای معارف، محکمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایر گردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امدادالحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 23 /4 /1448هـ ق، جلسه هفته‌وار  دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت لغمان از محکمه نظامی نورستان غربی و لغمان بازدید نمود

محترم الحاج شیخ سخی الرحمن (فایز) رئیس محکمه مرافعه ولایت لغمان؛ به تاریخ 21 /4 /1448هـ ق از محکمه نظامی نورستان غربی و لغمان بازدید به عمل آورد.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء. . .

بازگشت به اخبار