د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي بلخ زون ته سفر وکړ

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۸
د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي بلخ زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې الحاج مفتي محمد (عمري) او الحاج مولوي جمیل احمد (جلال) يې ملتیا کوله، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الأول میاشتې په ۲۲مه نېټه بلخ زون ته د نظامي محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
یاد پلاوي د خپل سفر په پیل کې د بلخ ولایت له محترم والي، امنیه قوماندان او د استخباراتو له رئیس سره لیدنې وکړې؛ په دې لیدنو کې پلاوي د دغه ولایت د محاکمو د وضعیت او فعالیتونو په اړه له یادو مسئولینو څخه معلومات ترلاسه کړل، د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه‌والي، پرمختګ او ځینو ستونزو د حل په موخه یې د هغوی نظرونه او وړاندیزونه واورېدل.
دغه راز د سترې محکمې نظامي مرستيال له مسئولینو سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ د بندیانو اړوند مفصل او هر اړخیز بحث وکړ او مسئولینو ته یې هدایت وکړ، چې د مطرح شويو موضوعاتو په اړه د بلخ زون له نظامي محاکمو سره پوره همکاري وکړئ.
د ليدنې په دوام د سترې محکمې نظامي مرستيال د یاد زون د نظامي محاکمو عمومي رئیس ته هدایت وکړ، چې خپلو اړوندو ولایتونو ته سفر وکړئ، په هر ولايت کې د نظامي محکمې له قاضي، والي، امنيه قوماندان او د استخباراتو رئیس سره غونډه جوړه کړئ او د اړوند موضوع په اړه معلومات را ټول او له نهايي کېدو وروسته يې نظامي معاونيت ته راولېږئ.
یاد پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د بلخ زون د نظامي محکمې قضائي هیئت سره وکتل، د یاد زون نظامي محاکمو د تېرو فعالیتونو په اړه یې هر اړخیز بحثونه وکړل، ورپسې يې د یادو محاکمو درې جلده دوسيې وکتلې او د نېمګړتياوو په اړه یې قضائي هيئت ته لازمې لارښوونې وکړې.
د ليدنې په پای کې یاد هیئت د قضائي، اداري، او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۵
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت نورستان جلسه اداری دایر گردید

تحت رهبری محترم مفتی عبیدالله (سلیم) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت نورستان؛ با اشتراک رؤسای دیوان‌های مرافعه، رئیس محکمه شهری و کارمندان اداری، به تاریخ ۲۳ /۳ /۱۴۴۸ هـ ق جلسه اداری دایر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت نیمروز جلسۀ قضائی و اداری دایر گردید

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت نیمروز، با اشتراک قضات، اعضای قضائی محاکم مرافعه، ابتدائیه شهری و محاکم ابتدائیه ولسوالی‌ها، آمرین تحریرات و حقوق و مدیران حقوق محاکم ابتدائیه ولسوالی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسۀ اداری دایر گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیزالرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا؛ با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، رؤسای دواوین محکمه مرافعه و شهری، رؤسای محاکم ولسوالی‌ها،. . .

بازگشت به اخبار