د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي جمیل احمد (جلال) يې ملتیا کوله، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الأول میاشتې په ۲۰مه نېټه ننګرهار زون ته د نظامي محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
یاد پلاوي د خپل سفر په پیل کې د ننګرهار ولایت له محترم والي، امنیه قوماندان او د استخباراتو له رئیس سره لیدنې وکړې؛ په دې لیدنو کې پلاوي د دغه ولایت د محاکمو د وضعیت او فعالیتونو په اړه له یادو مسئولینو څخه معلومات ترلاسه کړل، د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه‌والي، پرمختګ او ځینو ستونزو د حل په موخه یې د هغوی نظرونه او وړاندیزونه واورېدل.
دغه راز د سترې محکمې نظامي مرستيال له مسئولینو سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ د بندیانو اړوند مفصل او هر اړخیز بحث وکړ او مسئولینو ته یې هدایت وکړ، چې د مطرح شويو موضوعاتو په اړه د ننګرهار زون له نظامي محاکمو سره پوره همکاري وکړئ.
د ليدنې په دوام د سترې محکمې نظامي مرستيال د یاد زون د نظامي محاکمو عمومي رئیس ته هدایت وکړ، چې خپلو اړوندو ولایتونو ته سفر وکړئ، په هر ولايت کې د نظامي محکمې له قاضي، والي، امنيه قوماندان او د استخباراتو رئیس سره غونډه جوړه کړئ او د اړوند موضوع په اړه معلومات را ټول او له نهايي کېدو وروسته يې نظامي معاونيت ته راولېږئ.
یاد پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د ننګرهار زون د نظامي محکمې قضائي هیئت سره وکتل، د یاد زون نظامي محاکمو د تېرو فعالیتونو په اړه یې هر اړخیز بحثونه وکړل، ورپسې يې د یادو محاکمو درې جلده دوسيې وکتلې او د نېمګړتياوو په اړه یې قضائي هيئت ته لازمې لارښوونې وکړې.
د ليدنې په پای کې یاد هیئت د قضائي، اداري، او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۱۹
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه ابتدائیه زون دوم شهر کابل جلسه اداری دایر گردید

تحت رهبری الحاج مولوی واحدالله (صدیقی) رئیس محکمه ابتدائیه زون دوم شهر کابل، با اشتراک منسوبین قضائی، اداری و خدماتی زون دوم، به تاریخ 7 /4 /1448هـ ق جلسه اداری دایر گردید.
جلسه با. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۸
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت هرات از محبس عمومی آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی علی ګل (حمیدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت هرات؛ به تاریخ 13 /4 /1448 هـ ق با حضورداشت قاری عبدالغفور آمر ارتباط محاکم ریاست تنظیم امور زندان‌ها از بخش توقیف، بخش اناثیه و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۶
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار، به تاریخ 10 /4 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه شهری و دیوان‌های آن محکمه بازدید نمود.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء کتب. . .

بازگشت به اخبار