د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي جمیل احمد (جلال) يې ملتیا کوله، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الأول میاشتې په ۱۹مه نېټه پکتيا زون ته د نظامي محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
یاد پلاوي د خپل سفر په پیل کې د پکتيا ولایت له محترم والي، امنیه قوماندان او د استخباراتو له رئیس سره لیدنې وکړې؛ په دې لیدنو کې پلاوي د دغه ولایت د محاکمو د وضعیت او فعالیتونو په اړه له یادو مسئولینو څخه معلومات ترلاسه کړل، د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه‌والي، پرمختګ او ځینو ستونزو د حل په موخه یې د هغوی نظرونه او وړاندیزونه واورېدل.
دغه راز د سترې محکمې نظامي مرستيال له مسئولینو سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ د بندیانو اړوند مفصل او هر اړخیز بحث وکړ او مسئولینو ته یې هدایت وکړ، چې د مطرح شويو موضوعاتو په اړه د پکتيا زون له نظامي محاکمو سره پوره همکاري وکړئ.
د ليدنې په دوام د سترې محکمې نظامي مرستيال د یاد زون د نظامي محاکمو عمومي رئیس ته هدایت وکړ، چې خپلو اړوندو ولایتونو ته سفر وکړئ، په هر ولايت کې د نظامي محکمې له قاضي، والي، امنيه قوماندان او د استخباراتو رئیس سره غونډه جوړه کړئ او د اړوند موضوع په اړه معلومات را ټول او له نهايي کېدو وروسته يې نظامي معاونيت ته راولېږئ.
یاد پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د پکتيا زون د نظامي محکمې قضائي هیئت سره وکتل، د یاد زون نظامي محاکمو د تېرو فعالیتونو په اړه یې هر اړخیز بحثونه وکړل، ورپسې يې د یادو محاکمو درې جلده دوسيې وکتلې او د نېمګړتياوو په اړه یې قضائي هيئت ته لازمې لارښوونې وکړې.
د ليدنې په پای کې یاد هیئت د قضائي، اداري، او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۲:۴۹
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت فاریاب از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج مفتی عبدالخالق (محمدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت فاریاب؛ با هیئت همراه‌اش، به تاریخ 22 /3 /1448 هـ ق از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید بعمل آورد.
رئیس محکمه مرافعه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۱:۵۹
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت سمنگان جلسه اداری دایر گردید

تحت رهبری محترم مولوی محی الدین (عمری) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت سمنگان؛ با اشتراک رؤسای دواوین عضو مفتی ها، محررین، کارمندان اداری، خدماتی و آمرین وثایق و حقوق و محافظین قطعه قضات،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۳۰
Background image

تحت رهبری رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت بغلان جلسۀ اداری دایر گردید

تحت رهبری الحاج مولوی شمس‌الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان؛ با اشتراک رؤسای محاکم ابتدائیه ولسوالی‌ها، رئیس و اعضای قضائی محکمه ابتدائیه شهری پلخمری، رئیس و اعضای قضائی. . .

بازگشت به اخبار