د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې مسئولینو په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ (۹) کلنه دښمني حل او فصل شوه
د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي عزیزالرحمن (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپينږيرو په منځګړيتوب، په ۱۷/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ (۹) کلنه دښمني حل او فصل شوه.
یاده موضوع، چې دوه کسان په کې په قتل رسېدلي وو؛ ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه.
ورپسې د مسئولينو په ډېرو هڅو دواړه طرفونه سولې ته وهڅول شول، دوی هم ومنله، يو بل ته يې بخښنه وکړه او موضوع يې رسمًا پای ته ورسېده.
په دې موخه جوړه شوې غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د بېلا بېلو ولسوالیو او مرکز څخه راغلیو قومي مشرانو، سپینږیرو، ځوانانو او مسئولینو ته ښه راغلاست ووايه او له قومي مخورو څخه یې وغوښتل، چې د نورو دښمنیو د حل لپاره خپلې مثبتې هلې ځلې دوامداره وساتي.
د غونډې په دوام د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس او مرستیال والي شیخ اسدالله سنان ارزښتناکه وینا وکړه او غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
