د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۳۳۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۸) وثیقې هم اجرا کړې دي
د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۳۳۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۸) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۸۱) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۴) دوسیې فیصله شوې، (۷۷) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۸۸) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۶۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۴) دوسیې فیصله شوې، (۶) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ميدان وردګ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۹۸) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
