د سترې محکمې قضائي زده کړو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور
د سترې محکمې قضائي زده کړو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د قضائي زده کړو ریاست د سترې محکمې عالي مقام د لزوم دید په اساس (۴) سیمینارونه جوړ کړي دي.
۲ـ د سترې محکمې اړوند د محاکمو د فیصلو لارښود کتاب، د مرکزي دارالافتاء ریاست، د جنوب لوېديځ زون د تمیز ریاست او د دیني خپرونو د نظارت او کره کتنې ادارې نظرونه او مشورې، چې په یاد کتاب کې ځای پر ځای شوي وو او همدارنګه ځینې یې چې په کتاب کې نه وه ځای پر ځای شوي؛ یاد ریاست ته د نظر غوښتلو په موخه رالېږل شوی و، چې د رئیس او قضائي استادانو لهخوا د محاکمو د فیصلو لارښود کتاب او د پورته ذکر شویو ادارو نظرونه او مشورې په مشترک ډول له پيل څخه تر پایه په دقیق ډول مطالعه کړل، په پایله کې یې خپلې ملاحظې د محاکمو د فیصلو لارښود کتاب په اړه او دغه راز خپل نظرونه یې د مرکزي دارالافتاء ریاست، د جنوب لوېديځ زون د تمیز ریاست او د دیني خپرونو نظارت او کره کتنې ادارې ملاحظات ترتیب او د سترې محکمې عالي مقام د دفتر لوی ریاست ته رسمًا ولېږل شول.
