د کابل ولایت مرافعه، د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۵۱۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶ /۱ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۱ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۱۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
د مرافعه محکمې د دېوانونو اجراآت:
د کابل ولايت مرافعه محکمې دېوانونو ته په دوو اونيو کې (۲۲۵) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۷) دوسيه فيصله شوې، (۲۴) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۲۷۶) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۳۳۱) دوسيې فیصله شوې، (۳) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د اختصاصي محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۲۴) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴) دوسيې فیصله شوې، (۱۰) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
