د سترې محکمې د دارلافتاء ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د څلورمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور
د سترې محکمې دارلافتاء ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ دارالافتاء ریاست د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه (۱۹) شرعي فتواوې صادرې کړې؛ چې له یادو فتواوو څخه د ټولو محاکمو قاضیان او قضائي غړي د شرعي لارښوونې په موخه استفاده کوي او د قضایاوو د حل او فصل لپاره مستند شرعي بنسټ جوړوي.
