د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د «احمد میلاد رومان لمیتد» شرکت سره چې د جواز شمېره یې (۱۴۸۰۳-۱۰۱۰) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت مرکز په دويمه ناحیه بهارستان کې موقعیت لري؛ د اته میلیون، نهه سوه اته اویا زره (۸۹۷۸۰۰۰) افغانۍ په قیمت سره د سترې محکمې کارکوونکو ته د غرمې ډوډۍ لپاره د (۴) قلمه خوراکي توکو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه، چې په دې اړه نیوکه لري؛ د تدارکاتو د اصولو له مخې کولای شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کېږي.

آخرین اطلاعیه ها

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محکمه ولایت پکتیکا

آمریت حقوق ولایت پکتیکا به منظور تطبیق فیصله های محکمه ابتدائیه شهری این ولایت که جهت تطبیق به این ادراه مواصلت ورزیده اند؛ مکرراً با محکوم له قضیه ها تماس های تلفنی برقرار کرده است، اما افراد مورد . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محاکم ولایات تخار وپکتیکا

آمریت های حقوق ولایات تخار وپکتیکا به منظور تطبیق فیصله های محاکم ابتدائیه شهری این ولایات که جهت تطبیق به این ادارات مواصلت ورزیده اند؛ مکرراً با محکوم له قضیه ها تماس های تلفنی برقرار کرده اند، اما . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محکمه ولایت کاپیسا

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محکمه ولایت کاپیسا

بازگشت به اطلاعیه ها