د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه قضائي غونډه وشوه.
غونډه د مرافعه محکمې د تحریراتو آمر مولوي رحمت الله (منیب) لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د غونډې اجنډا يې بیان کړه.
د مرافعه محکمې رئيس د لاندې موضوعاتو په اړه لازم هدایات او سپارښتنې وکړې:
۱ـ د احصائيې ریاست ته د اجرا شویو وثایقو په اړه معلومات ورکول.
۲ـ د دعوی طرفینو ته د فیصلې کاپي ورکول.
۳ـ د مرافعه محکمې لخوا د احکامو او فرامينو د تعقیب او نظارت ریاست ته د هغه فیصلو نص الحکم لېږل، چې محکوم، محکوم له، محکوم به او محکوم علیه په کې واضح شوي وي.
۴ـ په ټاکلي وخت د فیصلو صادرول.
۵ـ د شاهدانو د شاهدۍ پاڼې سمول.
۶ـ ډېر زیات تحقیق په هغه فیصلو کې چې بناء په اقرار وي.
۷ـ قضایای امارت ته د عام او ځانګړي وکالت د وثیقې ترتیب.
د غونډې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئیس لخوا د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.
غونډه په اختتامیه دعاء سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۵
Background image

گزارش مختصر از ریاست عمومی مالی و اداری ستره محکمه طی ربع سوم سال ۱۴۴۷ هـ ق

گزارش عمده فعالیت‌های ریاست عمومی مالی و اداری ستره محکمه در ربع سوم سال ۱۴۴۷ هـ ق به شرح ذیل است:

۱. در برخی موارد خاص، مبلغ (۹۶۲۳۲) افغانی عایدات جمع‌آوری و به خزانهٔ امارت اسلامی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۱:۲۸
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت پروان از زندان آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج مولوی میرآقا (ذبیح الله خالد) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت پروان با معیتی مفتی عبدالولی (حلیم) رئیس دیوان جزای محکمۀ مرافعه و مولوی عبدالمقیت (مبارز) رئیس دیوان امنیت عامۀ مرافعه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۳:۵۱
Background image

با تلاش مسؤولین محکمۀ نظامی زون بلخ قضیه قتل حل و فصل گردید

با تلاش اعضای قضائی محکمه نظامی زون بلخ؛ با اشتراک علماء کرام، محاسن سفیدان محل، به تاريخ ۴/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق طی يک نشست قضیه قتل از باشندگان ولسوالی شولگره ولایت بلخ، حل و فصل گردید.
در. . .

بازگشت به اخبار