د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه
د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپينږیرو په منځګړیتوب، په ۲۰/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د قتل خطا موضوع حل او فصل شوه.
دغه موضوع د پیرې پر مهال رامنځته شوې وه، چې له امله یې يو مجاهد په شهادت رسېدلی و.
دغه موضوع نظامي محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه، د موضوع طرفین سولې ته ترغيب شول او دوی هم ومنله.
د قاتل لخوا د مقتول وارثينو ته ديت ورکړل شو؛ قاتل ته بخښنه وشوه او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.
