د لغمان او نورستان ولايتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول
د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپينږیرو په منځګړیتوب، د کورنۍ شخړې له امله رامنځته شوې د قتل موضوع، د ۱۴۴۷ هـ ق د شعبان المعظم مياشتې په ١٩مه نېټه حل او فصل شوه.
یاده موضوع د جنګ له امله رامنځته شوې وه او يو کس په کې وژل شوی و.
دغه موضوع نظامي محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شول، د موضوع طرفین سولې ته ترغيب شول او دوی هم ومنله.
د قاتل لخوا د مقتول وارثينو ته ديت ورکړل شو؛ قاتل ته بخښنه وشوه او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.
