د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه
د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ يوه پلاوي، په ۹/۸/۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولایت له عمومي محبس څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې رئيس او ورسره مل پلاوي په یاده لیدنه کې د بندیانو غوښتنې واورېدې او په تړاو يې اړوند محاکمو ته لازم هدایات وکړل.
دغه راز یاد پلاوي د عمومي محبس مدیر ته د اصولي همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
