د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دویمې ربعې لنډ راپور

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۵۱
د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دویمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په دویمه ربعه کې لاندې مهم فعالیتونه ترسره کړي دي:
1-    د مرکزي ریاستونو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د لومړۍ، دویمې او درېیمې ربعې په جریان کې د پټرولو، ډیزلو تېلو او روغتیايي محصولاتو د پېر، د لیلام وړ (۱۲) موټرو د اسنادو د ترتیب او د ۱۰ سلنه تخفیف د تطبیق، د خدماتي کارکوونکو د جامو د برابرولو او وېش، د څلورو زونونو د محاکمو د کمپیوټرونو او اړوندو وسایلو، د اضافي بخاریو د راټولولو، د سترې محکمې د وېشل شویو موټرسایکلونو د تثبیت او نوي کولو او همدارنګه د خوراکي او تنظیفاتي موادو د ارزونې، قېمت ټاکلو، اکمال او توزېع لپاره ځانګړي هیئتونه ټاکل شوي دي.
2-    د سترې محکمې د پرسونل او مراجعینو د ستونزو د حل او هغوی ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د مرکزي دفترونو د اسنادو د ساتنې لپاره د مسلکي پرسونل له لوري المارۍ جوړې شوې، د برق جنراتورونه د امنیتي او اجرائیوي قطعې څخه څلورو زونونو او د کابل ولایت مخزن ته انتقال، نصب او فعال شول.
3-    د سترې محکمې مرکزي دفترونو، د کابل ولایت مرافعه محکمې، د نشه‌يي توکو او مسکراتو اړوند محکمې او د څلورو زونونو د محاکمو د ایرکنډیشن سیستمونه ترمیم، نصب او فعال شول.
4-    د مرکزي دفترونو او زونونو د محاکمو د ودانیو د رنګمالۍ براورد وشو، د کابل ولایت د مخزن او د څلورو زونونو د محاکمو ویرنګ‌کاري بشپړه شوه او د څلورو زونونو د مراجعینو د داخلي او خارجي لارو دېوالونه اعمار او پلستر شول.
5-    د سترې محکمې د روغتیايي کلینیک له لوري (۵۵۰۳) نظامي او ملکي ناروغو کارکوونکو ته د پانسمان، زرقیاتو، سیروم، اکسیجن او د زړه ګراف برخو کې روغتیايي خدمتونه وړاندې شول.
6-    د کابل ولایت د مرافعه محکمې د مخزن لپاره د (۳۴) فلزي الماریو او زغره‌والو دروازو د جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او د ښاري ابتدائیه محاکمو په پارکینګ کې د ترانسپورت آمریت د وسایطو د ترمیم د ورکشاپ پروژه تر شاوخوا (۵۰) سلنه پرمختګ لري.
7-    د ده‌سبز، سروبي او استالف ولسوالیو ابتدائیه محاکمو ته په ترتیب سره د (۴)، (۱۲) او (۲.۵) کیلو واټه لمریزې سولري برېښنا سیستمونه نصب او فعال شول.
8-    د قضائي معاونیت او د مقام د تحریراتو د دفتر د پراختیا او ډیکوریشن چارې عملي شوې او د امنیتي قطعاتو د قوماندانۍ لپاره د دوو ودانیو د کانکریټ‌ریزۍ، د ذخیرې فعالولو او د سپتیک څاه د جوړولو پروژې تطبیق شوې.
9-    د ښاري ابتدائیه محاکمو د مسجد د صفې پراختیا، د موټرو د تمځای لپاره د سایه‌بان جوړول، د جنراتورونو کانکریټي صفې جوړول او د مامورینو د تګ راتګ د زغره‌والې دروازې ترمیم ترسره شو؛ همدارنګه د سترې محکمې په مرکز کې د مجاهدینو د استوګنې د دوه‌منزله ودانۍ پروژه شاوخوا (۷) سلنه پرمختګ لري.
10-    د کاپیسا او هلمند ولایتونو د ښاري محاکمو د ملکیتونو نقشه او طرحه ترتیب شوه، د مجاهدینو د استوګنې لپاره (۵) باب کانکسونه انتقال شول، د هلمند او کاپیسا د ښاري محاکمو د ودانیزو پروژو لپاره د خاورې ازموینه ترسره او اړوندو ادارو ته یې اسناد ولېږل شول؛ همدارنګه، د ښکته میوند ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د ځمکې د انتقال چارې تعقیب شوې، د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د میدان وردګ او بغلان ولایتونو ښاري محاکمو او د زابل د سیوري او کندهار د ښکته میوند ولسوالیو د محاکمو تخنیکي اسناد ترتیب شول او د یادو محاکمو د ځمکو پروتوکولونه د کرنې وزارت د آراضۍ ریاست سره شریک او لاسلیک شول.
11-    په بګرامي ښارګوټي کې د سترې محکمې د مرکز د (۴۰) مستحقینو د اپارتمانونو د وېش په اړه ګډه ناسته ترسره شوه، چې پرېکړه وشوه د عالي مقام د حکم تطبیق به د سترې محکمې، د مالیې وزارت او د ملي انکشاف شرکت ترمنځ د درې‌اړخیزې تفاهم‌نامې له مخې ترسره کېږي؛ اړونده تفاهم‌نامه ترتیب او د منظورۍ لپاره د اسلامي امارت د مشرتابه محترم مقام ته ولېږل شوه. د سترې محکمې د ۱۴۰۵هـ ق مالي کال بودجه د مرکز او ولایتونو د محاکمو د اړتیاوو پر بنسټ ترتیب، تائید او د مالیې وزارت ته راجع شوه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۱:۳۴
Background image

محاکم ولايت غور طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۳۲۰) دوسیه، به تعداد (۱۰۷) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، ابتدائیه شهرى، نظامی زون غور، ابتدائیۀ ولسوالى ها و وثایق ولایت غور طی دو هفته (از تاريخ ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) علاوه بر رسیدگی به (۳۲۰) دوسیه به تعداد (۱۷۰). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۱:۳۱
Background image

حکم جزای تعزیری بالای يک مجرم در ولايت بلخ تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمهٔ ابتدائیهٔ شهری ولايت بلخ بالای يک تن به جرم فروش مشروبات الکولی؛ به تاريخ ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.

محکمهٔ ابتدائیهٔ شهری مجرم را به ۳۹ دُره جزای. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۳
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز از محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی دشت ارچی آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز؛ به تاریخ ۲۶ /۹ /۱۴۴۷ه‍ ق از محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی دشت ارچی و مدیریت حقوق آن محکمه بازدید نمود.

 رئیس محکمۀ مرافعه. . .

بازگشت به اخبار