د هلمند ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۰۶۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۲۷) وثیقې هم اجرا کړې دي
د هلمند ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۰۶۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۲۷) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د هلمند ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۶۱۳) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۸۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۹۶) دوسیې فیصله شوې، (۲۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د هلمند ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۷۷۱) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۷۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۸۴) دوسیې فیصله شوې، (۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د هلمند ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۲۷) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
