د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جنوب غرب زون اړوند د نیمروز ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۵۲
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جنوب غرب زون اړوند د نیمروز ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) او د سترې محکمې عالي مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي رئیس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په  مشرۍ يو پلاوي چې مفتي محمد اسلام (مسلم) او مولوي عبدالاحد (حماد) يې غړیتوب درلود، د روان 1447 هـ ق کال د جمادی الآخرة میاشتې په 12مه نېټه نیمروز ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
د ليدنې په پيل کې یاد پلاوي د مرافعه محکمې له رئيس سره ليدنه وکړه، ورپسې يې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د یاد ولایت له مرکزي زندان (محبس) او توقيف خانو څخه لیدنه وکړه او د ټولو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او شکایتونه يې له ځان سره ولیکل او بیا يې له اړونده محاکمو سره شریک کړل.
دغه پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د (۵) ولسوالیو ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیریتونو، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو اړونده دېوانونو، وثایقو او حقوقو آمریتونو، اختصاصي او نظامي محاکمو (قضائي پلاوي) څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د پلټنې په جریان کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
د ليدنې په دوام یاد پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او نېمګړتیاوې له ځان سره یاداشت او په پای کې د ستونزو د حل، د خنډونو له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د مرافعه محکمې له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ټولې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شریکې کړې. 
دغه راز پلاوي د یاد ولایت له والي، استخباراتو رئيس او د ولسوالیو له مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځینو اړونده ستونزو د حل په اړه د هغوی نظرونه واورېدل.
د قضائي پلټنې پلاوي یاد سفر او ليدنه د 1447 هـ ق کال د جمادی الآخرة میاشتې په 29 مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۴:۲۱
Background image

حکم جزای تعزیری بالای یک مجرم در ولايت بلخ تطبیق شد 

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی زاری ولايت بلخ بالای یک زن به جرم روابط نامشروع؛ امروز يکشنبه مؤرخ ۱۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائيه زن مجرم را به پنج سال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۴:۱۴
Background image

حکم جزای تعزیری بالای شش مجرم و متهم در ولايت جوزجان تطبيق شد

به اساس فیصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی قوش تپه ولايت جوزجان بالای شش تن به شمول دو زن به جرم روابط نامشروع، توهين به مسؤولین امارت اسلامی، خوردن روزه و اتهام زنا، به تاريخ ۱۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۱:۴۹
Background image

حکم جزای تعزیری بالای هفت مجرم در ولايت هرات تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ شهری ولايت هرات بالای هفت تن به جرم تولید، خرید، فروش و انتقال مشروبات الکولی، امروز یکشنبه مؤرخ ۱۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه. . .

بازگشت به اخبار