د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کندوز ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۴۴
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کندوز ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي عبدالله (ذکي) په مشرۍ؛ چې مفتي بخت الله (مدني) او مولوي عبدالحلیم (مظهري) يې غړيتوب درلود؛ د روان 1447هـ ق کال د جمادی الآخرة میاشتې په 13مه نېټه کندوز ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
یاد پلاوي د ليدنې په پيل کې د مرافعه محکمې له رئیس سره وکتل، ورپسې يې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه او د هغو بندیانو چې شکایتونه يې درلودل، شکایتونه يې له ځان سره ولیکل او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
دغه پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د (۹) ولسوالیو ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیریتونو، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو اړونده دېوانونو، وثایقو او حقوقو آمریتونو، مخزن، اختصاصي او نظامي محاکمو څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د پلټنې په جریان کې د دغه محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
د ليدنې په دوام یاد پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او نېمګړتیاوې له ځان سره یاداشت او په پای کې د ستونزو د حل، د خنډونو له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د مرافعه محکمې له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ټولې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شریکې کړې. 
دغه راز پلاوي د یاد ولایت له والي او د ولسوالیو له ځينو مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځینو اړونده ستونزو د حل په اړه د هغوی نظرونه واورېدل.
د قضائي پلټنې پلاوي یاد سفر او ليدنه د 1447 هـ ق کال د جمادی الآخرة میاشتې په 26 مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۲
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت پنجشیر از محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های آبشار، حصه‌اول و پریان آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی محمد عثمان (عامر) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت پنجشیر؛ با همراهی مولوی عبدالرحمن (حنیف) رئیس دیوان امنیت عامه مرافعه، مولوی پردل (منیب) عضو محرر دیوان جزا مرافعه، مولوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۹
Background image

جلسه قضائی و اداری میان مسؤولین محاکم ولایت کندز دایر گردید

تحت ریاست محترم محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعه ولایت کندز؛ با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، رئیس محکمۀ ابتدائیه شهری و رؤسای دواوین آن، مفتیان، آمرین ثبت اسناد و وثایق و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۳۵
Background image

جلسۀ قضائی و اداری میان مسؤولین محاکم ولایت پروان دایر گردید

تحت ریاست الحاج مولوی میرآقا (ذبیح الله خالد) رئیس محکمه مرافعۀ ولایت پروان؛ با اشتراک قضات دیوان‌های مرافعه، آمریت وثایق، محکمه ابتدائیه شهری و محاکم ولسوالی‌ها، قضات محکمه نظامی پروان. . .

بازگشت به اخبار