د سترې محکمې مرکزي ریاستونو او دېوانونو د رئیسانو، مفتیانو، محررینو او آمرینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۵:۱۴
د سترې محکمې مرکزي ریاستونو او دېوانونو د رئیسانو، مفتیانو، محررینو او آمرینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د رئیسانو، مفتیانو، محررینو او آمرینو لپاره نن سه‌شنبه (۲/۷/۱۴۴۷هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې چې د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیس صاحبانو، مفتي صاحبان، محررینو او آمرینو ګډون درلود؛ د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د قرآنکریم او نبوي احادیثو په رڼا کې د ۲۰ کلن جهاد او مبارزې پر اهدافو او اسلامي نظام ګټور اصلاحي بیان وکړ.
محترم مفتي عتیق الله (دروېش) وویل، افغانانو د امریکايي اشغال پر وړاندې څه باندې ۲۰ کاله مبارزه د دوو لویو موخو (قیادت او شرعي نظام) د ترلاسه کولو لپاره وکړه، چې الحمدلله د الله تعالی په نصرت یې مبارزه بریالۍ او دواړه موخې یې ترلاسه کړې.
د جزا دېوان عمومي رئیس زیاته کړه، د بشر ستر لارښود جناب نبي کریم (صلي‌الله علیه وسلم) خپله هم د قیادت او شرعي نظام د استحکام لپاره ډېرو غزاګانو ته وتلی، له مشرکینو او د اسلام له دښمنانو سره مخامخ جګړو کې یې خپله برخه اخیستې، ان خپل مبارک غاښ یې شهید کړی؛ دا ټول د مسلمانانو لپاره د شرعي نظام ترڅنګ د قیادت پر ارزښت دلالت کوي.
محترم مفتي عتیق الله دروېش وویل، اوس چې الله تعالی موږ په دغه دواړو سترو نعمتونو (اسلامي نظام او قیادت) نازولي یو؛ نو په کار ده چې په خپل ځان کې د رسول الله (صلی‌الله علیه وسلم) او د هغه د مبارکو صحابه کرامو خواص پیدا کړو، خپل را سپارل شوي مسؤولیتونه د اسلامي احکامو په رڼا کې ترسره کړو، له خپل ولس او مراجعینو سره ښه اخلاق وکړو.
دغه راز د جزا دېوان عمومي رئیس له خلکو او مسلمانانو سره د رسول الله (صلي‌الله علیه وسلم) او د خلفاء راشدینو د چلند په اړه تفصیلي وینا وکړه وویل، د اسلام خوږ پیغمبر (صلی‌الله علیه وسلم) او خلفاء راشدین به له مسلمانانو سره په ډېر ورین تندي مخامخ کېدل، له دوی سره به یې ډېر نېک اخلاق کول، شپه او ورځ به یې د ولس او خلکو د مشکلاتو د حل او دوی ته د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره کار کاوه.
نوموړي په ناسته کې ټولو مسؤولینو او منسوبینو ته په اشاره وویل، موږ د اسلامي امارت په یوه مهم ارګان کې خدمت کوو، هغه ارګان چې هر هېوادوال ترې د عدالت د تأمین هیله لري، هغه ارګان چې د اسلامي احکامو پر رڼا کې د مراجعینو موضوعاتو ته رسېدنه کوي؛ بناءً کله چې یو څوک دلته مراجعه کوي او ستاسو دروازه ټکوي، له دوی سره ډېر ښه چلند وکړئ، خبرې یې واورئ او د اسلامي احکامو مطابق یې موضوعاتو ته رسېدنه وکړئ.
یاده اصلاحي ناسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۵:۳۶
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا از محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های اله سای و نجراب آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی عزیزالرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با همراهی مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه ابتدائیه شهری، به تاریخ ۲۵ /۱ /۱۴۴۸ ه‍ـ ق از محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های اله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۵:۲۸
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت فاریاب از محاکم ابتدائیه هشت ولسوالی‌های بازدید نمود

محترم الحاج مفتی عبدالخالق (محمدی) رئيس عمومی محكمه مرافعه ولايت فارياب؛ با همراهی هیئت معیتی شان، به تاریخ 1، 6 و 26 محرم الحرام سال 1448هـ ق از امورات محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت هرات از محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های کشک (رباط سنګی) و ګلران آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی علی ګل (حمیدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت هرات، به تاریخ 25 /1/ 1448هـ ق از محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های کشک (رباط سنګی) و ګلران آن ولایت بازدید نمود.
 رئیس محکمه مرافعه در. . .

بازگشت به اخبار