د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال د تخار، دایکنډي او بدخشان ولایتونو د نظامي محاکمو لپاره درې عراده (فلډر او هایلکس) موټرونو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي؛ د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري چارو عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې تر لاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۲ /۹ /۱۴۰۴ هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰ بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لارې ته څیرمه، د سترې محکمې د مالي او حسابي چارو ریاست اړوند د قراردادونو د اسانتیا عمومي مدیریت ته وسپارئ، تر یادې نېټې وروسته او د انټرنټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین په بانکي ډول (۶۰۰۰۰) افغانۍ دی، د آفرونو پرانیسته ۲۲ /۹ /۱۴۰۴هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجو په ستره محکمه کې ترسره کېږي.
یادونه: د آفرونو د پرانیستې څخه تر مخ ناسته ۱۷ /۹ /۱۴۰۴ هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کېږي.

آخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصلۀ محکمه، دوسیۀ نسبتی (زرغونه بنت محمد یوسف) و (شجاع الدین ولد محمد هاشم)

دوسیۀ نسبتی (زرغونه بنت محمد یوسف ولد محمد یعقوب) و (شجاع الدین ولد محمد هاشم ولدیت محمد صادق)، که از سوی محکمه شهری ولایت ننگرهار فیصله و غرض تطبیق به آمریت حقوق این ولایت راجع شده بود.
آمریت حقوق . . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۲۹
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصلۀ محکمه، دوسیۀ نسبتی (محمد آغا ولد سید عمر) و (سلطان ثناء الحق ولد عبدالحق)

دوسیۀ نسبتی (محمد آغا ولد سید عمر) و (سلطان ثناء الحق ولد عبدالحق)، که از سوی محکمه شهری ولایت ننگرهار فیصله و غرض تطبیق به آمریت حقوق این ولایت راجع شده بود.
آمریت حقوق ولایت ننگرهار، به ‌منظور تطبیق . . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۲۶
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصلۀ محکمه، دوسیۀ نسبتی (رضوان الله ولد محمد آصف) و (حکمت الله ولد رحمت الله)

دوسیۀ نسبتی (رضوان الله ولد محمد آصف) و (حکمت الله ولد رحمت الله)، که از سوی جزء (ب) دیوان تجارتی محکمه شهری ولایت ننگرهار فیصله و غرض تطبیق به آمریت حقوق این ولایت راجع شده بود.
آمریت حقوق ولایت . . .

بازگشت به اطلاعیه ها