د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اړوند مجاهدینو لپاره د معسکر د اوومې دورې افتتاحیه ناسته وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۳۱
د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اړوند مجاهدینو لپاره د معسکر د اوومې دورې افتتاحیه ناسته وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د حضرت خالد بن ولید (رضي الله عنه) د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د نظامي زده کړو د اوومې دورې افتتاحیه ناسته، د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادی الآخرة میاشتې په ۲مه نېټه د یاد ریاست په انګړ کې ترسره شوه.
یاده ناسته چې د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه؛ په کې د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د دفتر عمومي مدیر الحاج مولوي خان محمد (مستغفر)، د حضرت خالد بن ولید (رضي الله عنه) د تعلیمي مرکز قوماندان مولوي ابراهیم (برهان) او نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
د غونډې ګډونوالو ته د یاد ریاست د دعوت او ارشاد عمومي مدیریت مدرس مولوي عبدالله جان (عابد) د اعداد د ارزښت په اړه وینا وکړه وویل، اعداد د اسلامي نظام د بقاء اصل دی، ځکه خو مؤمنان د الله تعالی له لوري د اعداد په کولو مکلف شوي او د دغه الهي امر په ترسره کولو کې الله تعالی لوی حکمتونه نغښتي دي، اعداد د مجاهدینو د فزیکي وړتیاوو د لوړولو ترڅنګ د مجاهدینو عقیدې لا راسخې او مستحکموي.
نوموړي زیاته کړه، دا چې الله تعالی افغانانو ته له ډېرو قربانیو او ستونزو زغملو وروسته دغه اسلامي نظام ور په برخه کړ، نو د دغه اسلامي نظام د بقاء او لا مستحکم کېدلو لپاره به له هرې ممکنې لارې کوښښ کوو چې اعداد او تدریب وکړو، ترڅو د نظام په وړاندې د هر کېدونکي بغاوت ملا ماته کړو او دغه اسلامي نظام ته د خدمت جوګه شو.
د یادونې وړ ده چې په یاده دوره کې به (۱۳۰) مجاهدینو ته نظامي او عقیدوي روزنه ورکړل شي. 
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۴:۲۱
Background image

حکم جزای تعزیری بالای یک مجرم در ولايت بلخ تطبیق شد 

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی زاری ولايت بلخ بالای یک زن به جرم روابط نامشروع؛ امروز يکشنبه مؤرخ ۱۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائيه زن مجرم را به پنج سال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۴:۱۴
Background image

حکم جزای تعزیری بالای شش مجرم و متهم در ولايت جوزجان تطبيق شد

به اساس فیصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی قوش تپه ولايت جوزجان بالای شش تن به شمول دو زن به جرم روابط نامشروع، توهين به مسؤولین امارت اسلامی، خوردن روزه و اتهام زنا، به تاريخ ۱۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۱:۴۹
Background image

حکم جزای تعزیری بالای هفت مجرم در ولايت هرات تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ شهری ولايت هرات بالای هفت تن به جرم تولید، خرید، فروش و انتقال مشروبات الکولی، امروز یکشنبه مؤرخ ۱۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه. . .

بازگشت به اخبار