د خوست ولایت مرافعه محکمې يوه پلاوي د یاد ولايت د (۱۲) ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د خوست ولايت مرافعه محکمې د رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل) په هدایت د دې محکمې اړوند يوه پلاوي چې د مرافعه محکمې عامه امنيت دېوان رئيس مفتي انصارالله (نعماني)، د ياد دېوان قضائي محرر مولوي جلال (تائب)، د حقوقو آمر مولوي عبیدالله (احرار) او د مرافعه محکمې د اسنادو د ثبت او وثایقو آمريت مفتي مولوي رحيم الله (شریف) یې غړیتوب درلود؛ په ۱۸/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت د (۱۲) ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه.
د مرافعه محکمې دغه پلاوي د خپل سفر پر مهال د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو قضائي او اداري اجراآت له نیږدې وکتل، د چارو د لا ښه سمون او چټکتيا په موخه یې د اړوند محاکمو مسؤولینو ته لازم هدایات وکړل.