په پکتيکا ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت يوسف خېلو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ په ۲۱/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې د یادو متهمینو له ډلې لومړی متهم پر ۱۸ میاشتې تنفیذي بند او ۳۳ دُرو تعزیري سزا او دویم متهم په دوه کاله تنفیذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمينو تطبيق شوه.