په خوست ولايت کې درېيو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت نادرشاه کوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې درېيو کسانو ته د اخلاقي فساد او نامشروع اړيکو په جرم، په ۴/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاد کسان پر ۳ ـ ۳ مياشتې تنفيذي بند او ۳۰ـ ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.
یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو تطبيق شوه.