د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل او فصل شول

د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې رئيس محترم مفتي عزيز الله (افغان) په ډېرو هڅو او قومي مشرانو په منځګړيتوب رامنځته شوي د قتل دوه موضوعات په ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه حل او فصل شول.
د قتل یادو موضوعاتو کې لومړی د ترافيکي پېښې او دویم د خطاء قتل له امله رامنځته شوي وو؛ چې د مسؤولينو له ډېرو هڅو وروسته یاد موضوعات حل او فصل شول.
د یادونې وړ ده چې د قاتلينو لخوا د مقتولينو وارثينو ته ديت ورکړل شو او یاد د قتل موضوعات رسماً پای ته ورسېدل.