د خوست ولایت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د څلورو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د خوست ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عين الله (خليل)؛ د يوه پلاوي په ملتيا په ۱۰/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د اسماعيل خېلو، نادرشاه ګوټ، صبري او ګربزو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه.
د مرافعه محکمې رئیس په دې ليدنه کې د یادو ولسواليو د ابتدائیه محاکمو مسؤولينو ته د یو شمېر موضوعاتو د حل او فصل په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
د لیدنې په دوام د مرافعه محکمې رئيس د یادو محاکمو ستونزې واورېدې او د حل لپاره يې مسؤولينو ته پوره ډاډ ورکړ.