د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې له مسؤولینو سره ناسته وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۵:۴۷
د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې له مسؤولینو سره ناسته وکړه

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب نن چهارشنبه (۱۶/ذوالقعدة الحرام/۱۴۴۶ هـ ق) نېټه د کابل ولایت اړوند ښاري ابتدائیه محکمې له مسؤولینو سره ناسته وکړه.
قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب چې د سترې محکمې د عالي مقام دفتر عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالوکیل (حقاني) صاحب یې ملتیا کوله، د سترې محکمې د قضائي تفتیش او دارالافتاء ریاستونو او د کابل ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو له ټولو رئیسانو، مفتیانو، محررینو او اداري کارکوونکو سره وکتل.
یاده ناسته د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، وروسته د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د ابتدائیه محکمې مسؤولینو، منسوبینو او کارکوونکو ته د قضائي او ادارو چارو د لا بهبود، د مراجعینو د دوسیو د ژر حل او فصل او نورو اړوند چارو د ښه ترسره کولو په موخه لازم هدایات وکړل.
محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب وویل، محاکم د عام ولس او اسلامي نظام ترمنځ واسطه ده؛ د اسلامي نظام لویه موخه چې د عدالت تأمین او حق حقدار ته سپارل دي، د دغه ارګان په وسیله ترلاسه کېږي؛ بناءً د محاکمو ټول مسؤولین او منسوبین دې خپل دغه مهم مسؤولیت ته متوجه او د اسلامي شریعت د اصولو مطابق یې دې ترسره کړي.
محترم شیخ صاحب د محاکمو قضائي او اداري مسؤولینو او منسوبینو ته په خطاب کې وویل، زموږ ستاسو موخه او مسؤولیت دادی چې حق حقدار ته وسپارو، د ظالم د ظلم مخه ونیسو او د شریعت د اصولو په رڼا کې جزا ورکړو، د مظلوم ملاتړ وکړو، د مراجعینو دوسیې په ټاکلي وخت حل او هر ډول مشکلاتو ته یې رسېدنه وکړو.
د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات زیاته کړه، د محاکمو ټول مسؤولین او منسوبین دې ابو موسی اشعري (رضي‌الله عنه) ته د حضرت عمر فاروق (رضي الله عنه) لخوا لېږل شوي هدایات (د الله تعالی لپاره کار کوه او نیت دې د حق لپاره جوړ کړه چې بیا به الله تعالی تاته کافي او ستا نصرت به کوي) په ځان عملي کړي؛ په خالص نیت دې د الله تعالی د رضا لپاره د هېوادوالو خدمت وکړي.
محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب څرګنده کړه چې، هېوادوال محکمې ته د مراجعې پر مهال تمه لري چې حق حقدار ته ورسېږي او د ظلم مخنیوی وشي؛ بناءً د محاکمو قضائي غړي دې د مدعي او مدعي علیه دواړو ټولې خبرې اوري، ټول اسناد به یې ګوري، د موضوع اړوند خبرې او اسناد به یې دوسیه کې درج کوي، که د موضوع اړوند نه وې، هغه دې دوسیه کې نه لیکل کېږي او له دواړو لوریو سره به یو ډول چلند کوي.
محترم شیخ صاحب زیاته کړه، قاضي صاحبان دې لومړی خصمینو ته د سولې ترغیب کوي او د سولې چارې د اجرا لپاره یې دې علماوو شورا ته راجع کوي، خصمینو ته دې وايي چې دلته زه پرېکړه کوم؛ خو اخروي حکم پاتې دی، نو غوره داده چې تاسو له ناحقه کار او ظلم څخه تېر شئ.
د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات شیخ صاحب وویل، ابتدائیه محاکم دې د فیصلو پر مهال ډېر دقت کوي، که کومه موضوع سخته وه نو له ما فوق محکمې څخه دې همکاري غواړي، د محاکمو قضائي غړي دې د وخت ډېره پابندي کوي، د تعزیري سزاګانو په ابلاغ پاڼه کې دې د جرم بشپړ وضاحت لیکي.
یاده ناسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۲۰
Background image

محاکم ولايت پروان طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۲۰۳) دوسیه، به تعداد (۱۶۷) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى و ابتدائیۀ ولسوالى‌های ولايت پروان طی دو هفته (از ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) علاوه بر رسيدگی به (۲۰۳) دوسیه، به تعداد (۱۶۷) قطعه وثایق را. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۰:۱۰
Background image

تحت ریاست رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت غزنی با وکلای مدافع آن ولایت جلسۀ هماهنگی برگزار گردید 

تحت ریاست الحاج مفتی عزیزالله (حیدری) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت غزنی؛ با اشتراک شیخ صلاح الدین (حقانی) رئیس دیوان مدنی محکمۀ مرافعه، آمر مساعدت‌های حقوق ریاست عدلیه و وکلای مدافع آن ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۰:۸
Background image

محاکم ولايت سمنگان طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۱۶۱) دوسیه، به تعداد (۱۲۰) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى و ابتدائيۀ ولسوالى‌های ولایت سمنگان طی دو هفته (از ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) علاوه بر رسيدگی به (۱۶۱) دوسیه، به تعداد (۱۲۰) قطعه وثایق را. . .

بازگشت به اخبار