د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۶۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۳۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۱:۵۵
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۶۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۳۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له ( ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۳۶۵) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۳۰) وثيقې یې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقی برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۹۱) حقوقي دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۶۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۵) دوسیې فیصله شوې، (۲۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
 د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۳۵) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲۸) دوسیې فیصله شوې، (۱۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۴۳) تجارتي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۸) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲) دوسیې فیصله شوې، (۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۳۰) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۰
Background image

تحت ریاست رئیس محکمۀ ابتدائیۀ شهری ولایت بلخ جلسۀ اداری دایر گردید

تحت ریاست محترم مفتی محمد ولی (حقانی) رئیس محکمۀ ابتدائیۀ شهری ولایت بلخ؛ با اشتراک رؤساء، اعضای قضائی و کارمندان اداری، به تاریخ ۲۸ /۱۰ /۱۴۴۷ ه‍ـ ق جلسۀ اداری دایر گردید.
جلسه با تلاوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۱۳
Background image

با تلاش محکمۀ مرافعۀ ولایت بغلان دشمنی میان دو قوم خاتمه یافت 

با تلاش رئیس دیوان جزای محکمۀ مرافعۀ ولایت بغلان، خصومت دیرینه میان دو قوم در ولسوالی برکه که منجر به قتل دو تن و مجروحیت یک تن دیگر شده بود؛ به تاریخ ۲۸ /۱۰ /۱۴۴۷ هـ ق طی نشست حل و فصل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

با تلاش رئیس محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی حصه‌اول کوهستان ولایت کاپیسا قضیۀ قتل حل و فصل شد

با تلاش محترم شیخ محمد شاکر (عابد) رئیس محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی حصه‌اول کوهستان ولایت کاپیسا؛ اعضای قضائی آن محکمه با هماهنگی محکمۀ مرافعه، متنفذین، علماء کرام و اراکین امارتی، به تاریخ. . .

بازگشت به اخبار