د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو رئیسانو سره غونډه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۵۱
د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو رئیسانو سره غونډه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي امین الله (منیب)؛ د یاد ولايت د دوولس ولسوالیو ابتدائیه محاکمو له رئیسانو سره په ۱۳/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په خپل کاري دفتر کې غونډه ترسره کړه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې مرستيال محترم مولوي محمد (مدني) لخوا راغلو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل شو.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې رئيس د ابتدائیه محاکمو رئیسانو ته د اطاعت په اړه تفصیلي خبرې وکړې وویل، تاسو په خپله کاري ساحه کې خپل ورځنۍ قضائي او اداري چارې په پوره اخلاص او صداقت سره ترسره کوئ، خپلو دندو کې غفلت مه کوئ، که خدای ناخواسته چا غفلت وکړ نو د خپل رعیت سره یې جفا وکړه، حاکم باید خپله کاري ساحه کې خپل رعیت ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړې، د ظالم د ظلم مخه ونيسي او د مظلوم لاسنیوی وکړي.
نوموړي زیاته کړه، هر کله چې د سترې محکمې محترم مقام، یا د مرافعه محکمې لخوا تاسو ته د یوې موضوع د ترسره کولو په موخه هدایت کېږي په اړوند یې پوره اطاعت وکړئ؛ ځکه چې د مشرانو او امراوو په اطاعت کې د انسان خیر وي، یو مؤمن مسلمان په هغه صورت کې کامیاب او سرلوړی وي، چې په هغه کې د اخلاص، صداقت او اطاعت مادې موجودې وي.
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس د مجلس ټولو ګډونوالو ته توصیه وکړه چې د ولسونو خدمت په ښه شان سره وکړئ؛ درنو قضاتو ته په خطاب کې وویل، خپل هر عمل د الله (جل جلاله) د رضاء په خاطر تر سره کوئ، د دوسیو د فیصله کولو په وخت کې باید نوبت مراعت شي، دوسیې باید بې علته ونه ځنډول شي او د هیچا سفارش مه منئ.
د غونډې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئيس د میاشتني او ربعوارو راپورونو په برخه رڼا واچوله، د حاضرۍ پر پابندۍ يې ټينګار وکړ او په هره هجري قمري مياشت کې يې د رؤیت هلال کمېټو د غړو د شتون سپارښتنه وکړه.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۳۲
Background image

حکم جزای تعزیری بالای سه مجرم در ولايت بدخشان تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی اشکاشم ولايت بدخشان بالای سه مجرم به جرم انتقال و فروش مشروبات الکولی، امروز چهارشنبه (مؤرخ ۲۲/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) حکم جزای تعزیری تطبيق شد.

محکمۀ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۶
Background image

حکم جزای تعزیری بالای شش مجرم در ولايت تخار تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی ینگی قلعه ولايت تخار بالای شش تن به شمول يک زن به جرم داشتن روابط نامشروع و قماربازی، امروز چهارشنبه (مؤرخ ۲۲/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) حکم جزای تعزیری تطبيق شد. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳۴
Background image

با تلاش‌ رئیس محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی پاتو ولایت دایکندی قضیۀ یک قتل حل و فصل شد

با تلاش‌ رئیس محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی پاتو ولایت دایکندی؛ با حضور علماء کرام، مصلحین، بزرگان قومی و متنفذین محل، به تاريخ ۱۶/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق، قضیۀ یک قتل حل و فصل شد.
در جلسۀ که به همین. . .

بازگشت به اخبار