د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پکتيا ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۵:۲۸
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پکتيا ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د محترم مولوي عبدالله (ذکي) په مشرۍ د قضائي پلټنې يوه پلاوي چې مولوي عبدالولي (مصباح) او مولوي فلک شېر په کې د غړيو په توګه دنده لرله، د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۱۰ مه نېټه د  پکتيا ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ.
ياد پلاوي د سفر او ليدنې په پیل کې د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې له محترم رئیس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو ستونزو د څېړلو په موخه د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه، د یاد زندان اړوند د ټولو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت، شکایتونه، ستونزې يې له ځان سره وليکل او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
د سترې محکمې د عالي مقام لخوا ټاکل شوي پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د (۱۴) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، د وثایقو آمریت، حقوقو آمريت، اختصاصي محکمې او نظامي محکمې څخه په جلا جلا ډول لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو له قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې. 
د قضائي تفتيش پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او لوژستیکي نېمګړتیاوې له ځان سره وليکل او د ليدنې په وروستيو کې يې د ستونزو د حل، خنډونو د له منځه وړلو، د شته نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د پکتيا ولایت د مرافعه او ښاري محاکمو له رئيسانو سره تفاهمي ناسته وکړه او ځينې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.
ياد پلاوي د څارنې او ليدنې په دوام د یاد ولایت د ولسوالیو له مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړونده ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
ياد پلاوي د پکتيا ولايت د محاکمو په وړاندې د شته ستونزو دقیقه او هر اړخیزه څېړنه وکړه.
د قضائي تفتیش د څارنې او پلټنې پلاوي ياد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۲۵ مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۰
Background image

محاکم ولايت جوزجان طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۲۹۲) دوسیه، به تعداد (۲۳۳) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى، نظامی، اختصاصی و ابتدائیۀ ولسوالى‌های ولایت جوزجان طی دو هفته (از ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق الى ۱۵/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) علاوه بر رسيدگی به (۲۹۲) دوسیه، به تعداد (۲۳۳). . .

بازگشت به اخبار