د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د لوګر ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۱:۴۷
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د لوګر ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د محترم مولوي رحمن الدين (ايشان) په مشرۍ د قضائي پلټنې يوه پلاوي چې مولوي عبدالجبار (شهاب) او مولوي سیف الدين (ذاکر) په کې د غړيو په توګه دنده لرله، د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۹ مه نېټه د لوګر ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ.
ياد پلاوي د سفر او ليدنې په پیل کې د لوګر ولايت د مرافعه محکمې له محترم رئیس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو ستونزو د څېړلو په موخه د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه، د یاد زندان اړوند د ټولو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت، شکایتونه، ستونزې يې له ځان سره وليکل او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
د سترې محکمې د عالي مقام لخوا ټاکل شوي پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د (۶) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو، د ښاري ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، د وثایقو آمریت، حقوقو آمريت او اختصاصي محکمې څخه په جلا جلا ډول لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو له قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې. 
د قضائي تفتيش پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او لوژستیکي نیمګړتیاوې له ځان سره وليکل او د ليدنې په وروستيو کې يې د ستونزو د حل، خنډونو د له منځه وړلو، د شته نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د لوګر ولایت د مرافعه او ښاري محاکمو له رئيسانو سره تفاهمي ناسته وکړه او ځينې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.
دغه پلاوي د څارنې او ليدنې په دوام د یاد ولایت د ولسوالیو له مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړونده ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
د قضائي تفتیش د څارنې او پلټنې پلاوي ياد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۱۳ مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۶
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت کندز از محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های قلعه‌زال و دشت ارچی آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت کندز؛ به تاریخ 28 /2 /1448هـ ق از محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های قلعه‌زال و دشت ارچی و مدیریت‌های حقوق شان بازدید نمود.
رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار از محکمه ابتدائیه ولسوالی هزار سموچ بازدید نمود

محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار؛ به تاریخ 28 /2 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه ولسوالی هزار سموچ آن ولایت بازدید نمود.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، نخست دفتر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۵۳
Background image

با تلاش رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا يک قضیه قتل حل و فصل گردید

با تلاش محترم مولوی عزیزالرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی سراج الدین (راشد) رئیس دیوان جزا محکمه مرافعه، مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه ابتدائیه شهری،. . .

بازگشت به اخبار