د کابل ولایت چهار آسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په حکم یوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند چهار آسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې په اساس، د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۳ مه نېټه یو تن ته د نامشروع اړیکو په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.
د چهار آسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې یاد مجرم په یو کال تنفیذي بند او (۳۹) دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاد حکم د سترې محکمې عالي مقام له تائید وروسته پر مجرم تطبیق شو.